ویبلاګ

د کوېډ-۲۹ په اړه وروستي تحلیلونه او نظرونه دلته ولولئ

service-shape
service-shape

د کروناویروس علایم او نښې

که تاسو دا لاندې نښې په ځان کې وینئ نو ددې احتمال شته چې تاسو پر کرونا ویروس ککړ شوي وئ

service

وچ ټوخی

که مو په پرلپسې ډول وچ ستونی ټوخېده، دا پر کروناویروس د اخته‌کېدو یوه نښه ده

service

توده تبه

متواتره او تر عادي کچې زیاته تبه د کروناویروس یوه نښه ده

service

سردرد

شدیده سردردي کېدلای شي پر کروناویروس یو علت تشخیص شي

service

ساه‌بندي

ساه‌بندي او سختی نفس اخیستل پر کروناویروس د اخته‌کېدو یوه مهمه نښه ده

service

ځان‌دردي

د ځان سخت او پرلپسې درد په کرونا ویروس له نښو یوه ده.

service

د ستونې درد

د ستوني درد پر کروناویروس یوه نښه ده


action-shape
safe-actions
green-signal
کور کې پاتې شئ

دا تر ټولو انساني کار دی څو کور کې پاتې شئ او ویروس انتقال نه کړئ

green-signal
ماسک وتړئ

کله چې بهر وځئ او یا هم چا سره وینئ، ماسک حتمن وکاروئ

green-signal
لاسونه ومینځئ

هره ورځ او هر ساعت د شل ثانیو لپاره خپل لاسونه په سابون ومینځئ

green-signal
خواړه سم پاخه کړئ

خواړه سم پاخه کړئ، ګرم چای او کافي وڅښئ، او ویټامین سي وخورئ

green-signal
له ډاکتر سره سلا وکړئ

که چېرې مو د کروناویروس نښې ډېرې جدي وې، نو حتمن ډاکتر سره اړیکه ونیسئ

red-signal
هر چېرې لاړې مه توکئ

کروناویروس د خولې له وړو څاڅکو انتقالیږي، هر چېرې یې مه توکئ

red-signal
ګڼې‌ګوڼې ته مه ورځئ

له هغه سیمو لرې ګرځئ چې خلک راټولیږي، تاسو نه پوهېږئ ویروس له چا سره دی

red-signal
له حیواناتو لرې اوسئ

له حیواناتو سره مو تماس کم کړئ، ممکن صحي ستونزې پېښې کړي

red-signal
له روغبړ ډډه وکړئ

حداقل یونیم مېتر فاصله مراعات کړئ او هېڅ چا سره روغبړ مه کوئ

red-signal
له مخ، خولې او پوزې لاسونه لرې وساتئ

په ځانګړي ډول هغه مهال چې مطمین نه یاست، لاس مو خولې او پوزې ته مه وړئ

د ځان ساتنې لپاره مهمې لارښوونې

هغه څه چې تاسو یې باید وکړئ:

  • کور کې پاتې شئ
  • ماسک وتړئ
  • لاسونه ومینځئ
  • خواړه سم پاخه کړئ
  • له ډاکتر سره سلا وکړئ
هغه څه چې باید ویې نه کړئ:

  • هر چېرې لاړې مه توکئ
  • له روغبړ ډډه وکړئ
  • له حیواناتو لرې اوسئ
  • ګڼې‌ګوڼې ته مه ورځئ
  • له مخ، خولې او پوزې لاسونه لرې وساتئ

زموږ له متخصصینو یې لولئ

موږ غواړو تر طبي سلامشورو او لارښونو علاوه پر افغاني ټولنه د کروناویروس د بېلابېلو اغېزو په تړاو هغه پوښتنې ځواب وکړو چې ممکن زموږ ټولنه په ناببره یا هم په اوږده مهال کې ورسره مخ شي. په سیاست، اقتصاد، ټولنه، فرهنګ، ښوونه او روزنه او امنیت د کروناویروس پر مهال او وروسته اغېزې کومې دي او څه پایلې لري؟ زموږ له متخصصینو یې لولئ

Our Experts
شرف‌الدین عظیمي
کرونا او اروايي اړخ؛ د خپګان، یوازیتوب او نامالوم وضعیت اغېزې
Our Experts
ضیاءالحق شمس

کرونا او ټولنیز بحران؛ ټولنه، باورونه او بدلونونه

Our Experts
شفیقه نېکزاد

کرونا او ښوونیز سیستم؛ د زده‌کړو بهیر او احتمالي ګواښونه

ټول متخصصین
action-shape

د کوېډ-۱۹ کروناویروس په اړه ډېرې پوښتل شوې پوښتنې

لاندې دکوېډ-۱۹ کروناویروس په اړه مهمې پوښتنې دي. تاسو هم کولای شئ خپلې پوښتنې وپوښتئ

  • کووېډ-۱۹ څنګه ویروس دی؟

    د کرونا يا کووېډ-۱۹ ساري ناروغۍ تازه پېښه په انسانانو کې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې د چین ووهان په ښار کې وموندل شوه. دغه ویروس انسان په تنفسي ستونزو اخته کوي چې ان د مړینې لامل کېږي.

  • دا ویروس څنګه خپرېږي؟

    نړیوال روغتیايي چارواکي وایي، دغه ویروس په لومړي ځل د څارویو څخه انسانانو ته لېږدول شوی خو اوس ان له یو انسان څخه بل انسان ته هم انتقالېږي. دغه راز یاد ویروس له ناروغ سره د مستقیم تماس له لارې انتقالېږي.

  • د کووېډ-۱۹ ناروغۍ نښې څه دي؟

    په کرونا اخته ناروغان د متوسط او شدید تنفسي ستونزو سره مخ کېږي. د دې ویروس تر ټولو مهمې نښې تبه، وچ ټوخی او سابندي ده خو ځینې ناروغان کېدای شي درد، د پوزې بهېدل، د ستونې درد او نس‌ناسته هم ولري.

  • څنګه کولی شو له دې ویروس څخه ځان وساتو؟

    د کووېډـ۱۹ ویروس څخه د ځان ساتنې ترټولو غوره لار په کورونو کې پاتې کېدل دي. ډاکتران وايي،  له ناروغانو سره له نږدېتوب او  په چټلو لاسونو سترګو، پوزې او خولې ته له لاس وهلو ډډه وشي او دغه راز لاسونه هره ورځ  په صابون ومینځل شي.

  • د وقایې لارې چارې یې څه دي؟

    له ویټامین سي لرونکي خوړو او مایعاتو ګټه اخيستل کولای شي د بدن مقاومت لوړ کړي. او ترڅنګ یې د ټوخي یا پرنجي پر مهال خولې او پوزې ته کاغذي دسمال نیول، په دوامداره توګه د لاسونو مینځل او له نورو خلکو واټن ساتل هغه لارې دي چې په مراعتولو یې له دې ویروس ژغورل کېدای شو.

  • ایا کرونا ویروس تداوي لري؟

    نه، د کرونا ویروس درملنې لپاره د ویروس ضد ځانګړي درمل نشته یوازې په کرونا ویروس اخته کسانو د اعراضو د درملنی لپاره دوا تجویز کېږي.

  • آیا د کرونا لپاره واکسین شتون لري؟

    نه، د کرونا ویروس لپاره تراوسه کوم ډول واکسین نه دی جوړ شوی خو د روغتیا نړیوال سازمان د دې ناروغۍ درملنې په موخه یوشمېر مشخص درمل او احتمالي واکسینونه تر څېړنو لاندې نیولي دي.

  • دا ویروس تر څومره وخته په فضا یا د شیانو پر مخ ژوندی پاتې کیږي؟

    د خطرونو ارزونې الماني انیسټیټوت د څېړنو له مخې، کرونا ویروس کېدای شي تر قوي ککړتیا وروسته تر ۳ ساعتونو په فضا،  تر ۴ ساعتونو پر مسي سطحو، تر ۲۴ ساعتونو پر کارتن او له ۲ څخه تر ۳ ورځو پورې پر اوسپنیز یا زنګ نه اخیستونکي فلز او پلاستیک پاتې شي. 

  • آیا دغه ویروس د هوا له لارې انتقالېدای شي؟

    نه، تر نن ورځې شوې څیړنې ښیي، چې کووېډ۱۹ ویروس د تنفسي زراتو یا له خولې او پوزې د راوتوونکو څاڅکو د تماس له لارې انتقالېږي.

  • په کومو وختونو کې د لاسونو پرېمینځل اړین دي؟

    د خوړو له پخولو او خوړلو وړاندې، کور ته تر راتلو وروسته، تر پوزې پاکولو، ټوخي او پرنجي وروسته، له تشناب څخه تر وتلو، ناروغ سره تر ملاقات او له یوه حیوان سره تر تماس وروسته باید خپل لاسونه په صابون پرېمینځو.

  • آیا کرونا ویروس امیدوارې مور او ماشوم ته خطرناک دی؟

     ماشومان په دې ویروس ډېر نه اخته کیږي. دا په دې مانا چې په دغه ناروغي د اخته شویو ماشومانو علایم ډېر خفیف دي. خو دا لا مالومه نه ده چې دا ویروس د امیداوارۍ یا حاملهګۍ  مهال جنین ته انتقال شوی او یا نوی زېږدلی ماشوم تر زېږدنې وروسته پرې اخته شوی دی که نه؟

  • ایا کرنتین به د دې ویروس د لا خپرېدو مخه ونیسي؟

    هو، د روغتیا نړیوال سازمان د سپارښتنو له مخې په کورنو کې ځانونه قرنطینول د کرونا مخنیوي په برخه کې ډېره ګټوره ثابته شوې. یاد سازمان ټولو هېوادونو او د نړۍ خلکو ته لارښوونه کړې چې په خپلو کورنو کې پاتې شئ.