corona

کروناویروس

کروناویروسونه د ویروسونو یوه لویه کورنۍ ده چې په ۱۹۶۰ کې وپېژندل شوه او نژدې دوه لسیزې یې په اړه مطالعاتو دوام درلود. دا ویروسونه چې له عادي زکام نیولې تر سختو تنفسي ستونزو پورې حالت ته رسیږي، له الوتونکو څخه انسانانو ته لېږدېدلي او تر دې دمه اوه ډوله کروناویروسونه په انسانانو کې پېژندل شوي چې وروستی یې SARS-CoV-2 یا سخت تنفسي سنډروم کروناویروس ۲ نومیږي او د تېر ۲۰۱۹ کال په ډیسمبر کې یې د چین له ووهان ښار څخه انسان ته منتقل او په ټوله نړۍ کې خپور شو.

کله چې د چین ووهان ایالت په هوبي ښار کې یو شمېر وګړي د سینې په داسې ناروغۍ اخته شول چې شته واکسینونو یې علاج ونشو کړای، د کرونا ویروس وپېژندل شو. د روغتیا نړیوال سازمان د مارچ په ۱۱مه کوېډ-۱۹ نړیواله پنډیمي اعلان کړه او کله چې یې قربانیانو شمېر تر زرو نفر واوښت د روغتیا نړیوال سازمان دې ناروغۍ ته د کوېډ-۱۹ یا COVID-19 نوم ورکړ چې د کرونا، ویروس، dieses او ۲۰۱۹ څخه مشتق شوی دی.

په افغانستان کې کووېډ-۱۹ لومړنۍ پېښه د فبروري په ۲۴مه په هرات کې ثبت شوه. د اېران له قم ښار څخه درې افغانان چې تازه هرات ته راغلي وو یو یې چې ۳۵کلن و د کروناویروس ټیسټ مثبت وخوت او په دې توګه رسماً په افغانستان کې د دې ویروس خپرېدا تایید شوه.