کویډ-۱۹؛ آیا انسان ته لوی خطر ور پېښ دی؟

دا باید زموږ ټولو لپاره پوښتنه وي چې انسان څنګه او ولې له داسې بې‌ساري خطر سره مخ شو؟ د تاریخ تجربې څه دي؟ آیا د کرونا ویروس او د ایبولا په څېر د نورو طبیعي ناروغیو سره ورته دا ستونزمنې شېبې څنګه تحلیل کېدای شي؟ د افغانستان په ګډون ټوله نړۍ په بېړني حالت کې ده. انسانان په کورونو کې بند دي، د تېلو او نفتو بازارونه خپل ارزښت بایلي، بې‌کاري زور اخیستی، او هغه هېوادونه چې له وړاندې له لوږې او جګړې سره مخ دي، تر نورو ډېر سخت شرایط تېروي. په بې‌کچې ډول د کویډ-۱۹ کرونا ویروس خپرېدا په ناببره توګه انسانان اړ ایستل څو د هغه عادتونو او کارونو په مقابل کې ودریږي چې د زریزې پر مهال یې زده کړي وو.

انسانان باید کرونا ویروس پر مهال له یو بل لرې شي، د ښارونو او دفترونو پر ځای په کورونو کې پاتې شي، له نورو څخه د فاصلې د رامنځته کولو تمرین وکړي، خپلې پاکۍ ته متواتره پام وساتي، تر بل هر وخت زیات باید خپلو مشرانو ته متوجې وي، او ... . تر ټولو سخته دا چې د کار، دندې او عزیزانو د لاسه ورکولو لپاره هم باید تیار وي، که یو ناڅاپي هر څه بدلیږي، آماده‌ګي ولري. یوازیني د باور وړ بنسټونه چې کولای شي د دوی د ژوند د ژغورنې لپاره کار وکړي او په کرونا ویروس ککړ کسان تداوي او له نورو لرې وساتي، ملي دولتونه او نړیوال سازمانونه دي. اوس اصلي پوښتنه دا ده چې آیا ملي دولتونه او نړیوال سازمانونه کولای شي له وېرې او وحشت ډک روان وضعیت مدیریت کړي؟ موږ څومره په دولتي او د نړیوالو سازمانونو په فعالیتونو پورې زړه تړلی شو؟ کومې هغه حل‌لارې، تجربې او وړاندیزونه دي چې کولای شي د انسانانو د ژغورنې باعث وګرځي؟

تاریخ څنګه بدلیږي؟ تجربې څنګه نوې کېږي؟ ټولنیز او فرهنګي حالت څنګه په بې‌ساري ډول ځان اړوي؟ د دندې او کار په اړه ذهنیت چورلټ تغیر مومي؟ نور به تلویزیونونه څنګه د ټولنیز ژوند په اړه راپورونه ورکوي؟ پارک ته نشی تلی، سینما ته تګ ممکن نه دی؟ له فرهنګي او تاریخي سیمو لیدنه او ولایتونو ته په تګ بشپړ بندیز لګېدلی، ... په دې او له دې وروسته حالاتو کې د رواني وضعیت په اړه څه پوهېږئ؟ څه پېښيږي؟ آیا وړاندوینې ممکنې دي؟

دا یوازې څو پوښتنې دي چې د کروناویروس پر مهال ستاسو ذهنونو ته درځي او تاسو مجبوریږئ څو ځوابونه وپلټئ. نړیوال متخصصین د فرهنګ، سیاست، نړیوال نظم، اقتصاد، تاریخ، ټولنې او د انساني ژوند په تړاو په خپلو بحثونو کې د دولتونو او سازمانونو هغه پرېکړو ته توجه کوي چې دوی یې د کروناویروس پر مهال نیسي.

افغانیه د «انسان» په مرسته او د هغه ګڼو متخصصینو پر مټ چې په دې بنسټ او تېر بهر حضور لري، د افغاني ټولنې په زمینه کې د کروناویروس څخه د نویو رامنځته کېدونکو بدلونونو په اړه د بحثونو او تحلیلونو کړکۍ پرانیزي، او له دې مخې چې وکولای شو د کرونا ویروس په اړه د خبرونو، وروستیو پرمختګونو، او ارقامو په اړه دقیق او پر وخت جزییات خپاره کړو او په ځانګړي ډول د افغانستان د دولت، سازمانونو، افرادو او ګروپونو د ونډې او د دوی د لارښوونو لپاره یو انلاین ځای تخصیص کړو، د افغانیه ویبپاڼې په چوکاټ کې د کووېډ-۱۹ لپاره ځانګړې پاڼه فعالیږي.

په دې ځانګړې پاڼه کې د افغانستان شېبه په شېبه تازه ارقام، لارښونې، تحلیلونه او راپورونه شاملیږي. یاده ویبپاڼه یوه ځانګړې برخه د یو شمېر عمومي پوښتنو کره ځوابونو ته ځانګړې کړې او تر څنګ به یې د کرونا ویروس په تړاو د متخصصینو یو بلاګ او ارتباطاتي کانال پرانیزي چې په کې به د کرونا ویروس په تړاو وروستي او دقیق تحلیلونه او وړاندیزونه مطرح کېږي.

په یاده ویبپاڼه کې به د خلکو له لوري د تجربو، او د دوی او کورنۍ د غړیو د ساتنې تجربې هم شاملیږي. موږ به له ټولو افغانانو وغواړو څو دوی پر کرونا ویروس د اخته کېدو پر مهال څه کړي، څه کوي او څنګه خپل او ګاونډ له دې ویروس څخه ساتي.