blog

کار ځایونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لارې چارې

کرونا داسې ناروغۍ ده چې یو ډول ویروس نه رامنځ‌ته کېږي، دې ویروس ته SARS Corona Virus -2  ویل کېږي او د ویروسونو یوې غټې کورنۍ«کرونا»  سره تړاو لري، هغه ناروغۍ چې د دې ویروس په وسیله رامنځ‌ته کېږي کویډ-۱۹ (COVID-19)  نومېږي.  

کرونا يو حيواني ويروس دی چې د کوېډ۱۹ ناروغۍ د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي، د جنيتيکي له جوړښت نه یې داسې ښکاري چې شپ پرک الوتونکي یې لېږدونکي دي، خو دا چې دا ناروغۍ يا ویروس له دې حيوان څخه انسان ته څنګه انتقال شوې، لا معلومه نه‌ده.

دا ناروغۍ د لومړي ځل لپاره د روان لمریز کال د قوس په مياشت کې د چين په ووهان ښار کې وليدل شوه او په لومړۍ ځل د يوه چينايي ډاکټر ورته پام شو چې مروجو درملو د غېر معمول ډول سینه بغل پر ناروغۍ تاثیر ونه‌کړ، دې ډاکټر خپل غږ اوچت کړ، خو د چين روغتیايي چارواکو ورته غوږ و‌نه نیوه او ياد ډاکټر یې ولس کې د وېرې پر خپرېدا تورن کړ، خو د څو ورځو په تېريدا سره دا ناروغۍ د چين او په تېره بیا د ووهان په ښار کې په لویه کچه خپره شوه چې وروسته بيا نوموړی ډاکټر هم د همدې ناروغۍ له امله ومړ.

کویډ-۱۹ ناروغۍ اوس یوه نړیواله وبا ده او د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونو کې خپره شوې. د ولدومیتر   Woldometersد مالوماتو پر بنسټ د شنبه ورځې تر سهاره ټوله نړۍ کې ترڅلور مېليونه ډېر خلک پرې اخته شوي، چې د ۱،۶۷۷،۲۸۵ اخته کسانو برخليک معلوم شوی او له دې ډلې۱.۴(۸۳٪) ميلیونه روغ شوي او ۲۷۶،۸۲۵(۱۷٪)کسان مړه شوي.  اوس مهال ۲.۳۶ مېليونه کسان پر کویډ-۱۹ اخته دي چې له دې ډلې ۲.۳ (۹۸٪) مېليونه د نارغۍ خفیف ډول لري او پاتې ۴۸،۱۶۱ (۲٪) د ناروغۍ شدید ډول لري. افغانستان کې هم د دې ناروغۍ له امله ۴،۰۳۳ کسان اخته  شوي چې له ډلې یې ۱۱۵تنه مړه شوي دي او دې کې څه دپاڅه ۳۹۲ یې روغتيايي کارکونکي دي چې د کار ځای نه خونديتوب له امله اخته شوي دي.

د افغانستان روغتيايي چارواکو د مالوماتو له له مخې لومړي پېښه د فبرورۍ په ۲۴مه ثبت شوه چې ياد کس له ايران هېواد څخه راستون شوی و.

تر اوسه د کويډ-۱۹ ناروغۍ لپاره درملنه او واکسين نشته او د دې نړېوالې وبا د کنټرول لپاره هماغه د درملو پرته اقدامات لکه له یو بل به څخه لږ تر لږه ۲مټره فزېکي واټن ساتل، د خلکو د تجمعاتو مخنيوی، د ماسک استفاده، اوبو او صابون سره د لاسونو پره له پسې وېنځل او د ښارونو تړل کېدل دي.

خو يو شمېر حکومتي او غېر حکومتي ادارې چې عامه خدمتونه وړاندې کوي، روغتيايي مرکزونه، پوځ او پولیس او يو شمېر سوداګریزې ادارې د قرنطين پر مهال هم پرانیستې وې. دا په داسې حال کې ده چې د کرونا نړېواله وبا لا هم شتون لري او د خپرېدا چانس یې لا هم شته دی. په دې وروستیو کې داسې خبرونه ترلاسه شول چې یو شمېر حکومتي او خصوصي ادارو کارکوونکي د کرونا په ویروس اخته شوي  چې له دې سره یې چارې او فعاليتونه ټکني شوي دي. 

له کرونا ویروس څخه د خوندي پاتې کېدو په موخه په کار ځايونو کې بايد دا لانديني ټکي په پام کې ونيول شي؛

۱. مقرراتو کې بدلون

۲. د لاس روغتیا او حفظ الصحه

۳. چټکۍ سره په کویډ-۱۹ اخته کس پېژنده

مقرراتو کې بدلون

د مقرراتو د بدلون یوه لاره دا ده چې د ارګان لپاره د میکروبي ناروغېو د تیاري او ځواب پلان جوړ کړو. لاندې درې مقررات/پالیسۍ عملي کول تاسو سره مرسته کوي چې د کویډ-۱۹ ناروغۍ د خپرېدا مخه ونيولی شئ

۱. خپل د کارکوونکو پرسونل لږ کړئ: هر څومره چې ستاسو پرسونل ډېر وي هغومره د ناروغۍ د خپرېدا چانس ډېر وي. د لږ پرسونل څخه ډېره استفاده وکړئ او پرسونل ته د مختلفو رولونو ټرېننګ ورکړئ او یا هم د  کارونو شفټ رامنځ‌ته کړئ. د بېلګې په ډول که ۱۰ کارکووتکي د سهار ۸ بجو څخه تر ۵ بجو کارکوی، نو دوه شفټه رامنځ ته کړئ ۵ کسان له ۸ بجو څخه د غرمې تر یوې بجې کار وکړي او پاتې ۵ کارکوونکي دې له يوه بجې تر ۵ بجو د کار وکړئ.

۲. باوري شئ چې ناروغ کارکوونکی مو په کور پاتې شي: که ستاسو د ارګان مقررات اجازه نه درکوي چې کارکووتکی مو په اسانۍ سره د مریضی رخصتي واخلې يا غېر حاضرۍ موده کې معاش نه‌ورکول کېږي، نو خپل دې مقرراتو کې بدلون راولئ. او کارکوونکو ته د اړتیا په وخت کې رخصت ورکړئ.

۳. په یو وخت کې خپلو مشتریانو شمېر کم کړئ: په پو وخت کې خپلو مشتریانو شمېر کې کم‌والی راولئ او دا شمېر ۱۰ یا له دې څخه  لږو کسانو ته ښکته کړئ.

۴. حفظ الصحه عملي کړئ: مشتریانو او همدارنګه د ارګان کار کوونکو ته د میکروبونو د انتقال مخنيوي په موخه د حفظ الصحې د شرایطو عملي کړئ. په کار ځايونو کې له کرونا ویروس څخه د خوندي پاتې کېدو په موخه لاندې کړنې پام کې ولرئ

  •  شخصي محافظتي وسایلو نه ګټه پورته کړئ: هغه پرسونل چې مشتریاینو سره مخامخ کار کوي د محافظتي وسایلو لکه دستکشې او ماسک نه استفاده وکړي ترڅو د ویروس د انتقال چانس لږ شي.
  •  په دوامداره ډول د لاسونو وينځل: لکه څنګه چې سطحې سره تماس د ویروس د انتقال یوه مهمه لار ده نو باید کارکوونکي او هم مشتریان وپوهول شي چې خپل لاسونه په ښه ډول سره ووينځي. په‌دې مانا چې لاسونه اوبو او صابون سره لږ تر لږه ۲۰ ثانیو لپاره په ځآنګړي ډول کله چې په عامه ځايونو کې یاست او یا پوزې پاکولو، ټوخي او یا پرنجي نه وروسته خپل لاسونه ووينځئ.

په کویډ-۱۹ د اخته کس پېژندنه

 د کویډ-۱۹ ناروغۍ د نښو نښانو پېژندنه: سربېره پر دې چې یو ارګان ښه مقررات او د حفظ الصحې عملي شرایط لري، خو کله چې د کویډ-۱۹ په ناروغۍ اخته کس کار ځای ته راځي باید پر وړاندې یې په مناسب ډول سره غبرګون وښوول شي. نو دې لپاره دې کارکوونکو ته ټرېننګ ورکړل شئ.ترڅو چې ټول کارکوونکي په چټکۍ سره هغه کس چې د ناروغۍ نښې نښانې ولري و پيدا کړي.

  • هغه کارکوونکي چې په ویروس اخته کس سره مرسته کوي باید ورسره ژر تر ژره طبي مرستې وشي.
  • هغه کارکووتکی چې په ویروس اخته کس او نورو کارکوونکو سره واټن او نورې روغتيايي لارښوونې په پام کې نیسي نو په حقیقت کې د ویروس د انتقال او خپرېدا کچه راټيټوي.

د کویډ-۱۹ ناروغۍ هغه نښې نښانې چې هر پرسونل باید پرې پوه شې :

  • ټوخی
  • تبه
  •  سټړیا
  • او په پرمختللی حالت کې ساه لنډي

یوازې دا چې یو کس ټوخېږی یا پرنجی کوي په دې مانا نه‌ده چې دا کس د کرونا ویروس ولري. ډېری خلک ممکن فصلي حساسیت او یا  بل ډول ناروغۍ ولري.

 

شریک کړئ