blog

کرونا په ریښتينې مانا جدي شوه!

کرونا ویروس په اړه چې ټول ښه پوهېږو او په اړه یې مالومات لرو، ورځ تر بلې د زياتېدو او پراخېدو په حال کې دی، اجازه راکړئ چې ووايم وروستۍ څېړنې ښيي چې افغانستان د نورو هېوادونو په پرتله په ښه ځای کې دی او دا پرتله په وروستيو دوو مياشتو کې شوې، خو په دې کې د ډېرې خوشالۍ خبره نه‌شته او بايد خپل سکون، روغتيا او سلامتيا په قرنطين کې ونغاړو ترڅو له دې لارې کرونا مهار کړو، خو راځئ چې پر دې بحث وکړو چې کرونا ولې جدي شوه او ولې بايد جدي وګڼل شي؟

زه فکر په دې اړه داسې څرګند دلايل شتون لري چې ويلی شو کرونا جدي ده، کرونا ویروس دی او د طبي تحلیلونو له نظره د ویروس لپاره تر ټولو ښه کړنه او تابيا واکسين دی ځکه دا ویروس ساري دی او د هر څوک پرې اخته کېدای شي، دې مسلې ته په کتو بايد ټول له دې ویروس څخه د خوندي پاتې کېدو په موخه ټول خلک بايد واسکين شي، کرونا ویروس ځکه جدي شو چې نوی او په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او ډېر خلک له دې ویروس څخه مړه شول او طبي موسسې تر اوسه نه‌دي بريالي شوي چې ورته واکسين جوړ کړي او جوړول یې هم د خپلې پروسې پر بنسټ ډېر وخت نیسي، بله خبره دا ده چې که کرونا ته واکسين هم جوړ شي، پلي کول، پېرل، وګړو ته لومړیتوب ورکول او ورته نور مسايل ورسره نغښتي چې د درېيمې نړۍ او په ځانګړي توګه افغانان بايد پرې فکر وکړي، هر واکسين او دوا یې ډېر وخت ته اړتيا لري ترڅو په ډاګه شي چې د يادو درملو جانبي عوارض به څه وي او دا به څنګه او په څومره چټکۍ پلي شي، ايا دا به د نړۍ او افغانستان لپاره يو ازموينه نه‌وي؟ افغانان په اقتصادي ستونزو کې راګير او ښکېل دي  او بي‌وزلي او خواري د افغان ولس بله اندېښنه بلل شوې چې کېدای شي تر واکسين او درملو یې په پام کې ونیسي.

بله خبره دا ده چې کوېډ۱۹ ټوکې ټکالې نه، بلکې وژونکې ناروغي ده او هغو ټولنو کې چې ټوکې ټکالې ګڼل کېده، ښه ورته ثابت شوه او اوس یې دردونه ګالي، بله ستونزه دا ده چې د کرونا په اړوند نوې څېړنې ښيي چې اوس یې وخت هم له ۱۴ څخه ۲۰ ورځو ته رسېدلی، یانې شونې ده چې تر ۲۰ زیاتو ورځو هم په انسان کې پاتې شي او نور هغه ۱۴ ورځې او څرګندې نښې هم ډېرې د اعتبار وړ نه‌دي ځکه څېړنې دا هم په ډاګه کړې چې په ځینو مړه شويو کسانو کې د کرونا نښې نه‌دي لیدل شوي، خو بیا وروسته له مرګه ښکاره شوې چې یادوو کسانو کرونا هم لرله، بله مساله دا ده چې کرونا له ۲ ورځو شروع بیا تر ۱۰ ورځو په ډېرو مواردو کې ځان نه‌ښکاره کوي او دا کېدای شي د دې لامل شي چې ناروغ ګڼ شمېر وګړي او شاوخوا نور خلک پر کرونا اخته کړي، بله ستونزه دا ده چې کېدای شي واکسين جوړ شي، درمل هم جوړ شي خو ايا افغانستان او زموږ ټولنه به نړۍ ته لومړیتوب ولري، ایا موږ به ژر تر ژره وکولی شو چې دا ستونزه حل او له منځه یې یوسو او ايا زموږ ټولنه او کلتوري حاکم ذهنیتونه دې ته چمتو دي؟

د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» په خپلو اعلامیو کې دا خبره کړې چې افغانستان هم تر ګواښ لاندې دی، بل ګواښ زموږ د هېواد د وابستګۍ مورد دی چې په سختو حالاتو کې دا ستونزه لویېدلی او پراخېدلی هم شي دا او دې ته ورته ډېرې اندېښنې او پوښتنې شته چې زموږ هېوادوال یې باید په پام کې ونیسي.

پایله کولی ويلی شو چې وقایه تر درملنې ګټوره ده او زموږ هر هېوادوال باید دا مسله په خپل ذهن کې وساتي چې دا هر څه به کنټرول شي، دا پوښتنې به یو پر بل پسې حل شي او موږ به وکولی شو په خپلو تدابیرو خپل ځان، خپله کورنۍ او خپله ټولنه خوندي وساتو او په خپلو بدبختیو به نورې بدبختۍ ور اضافه نه‌کړو او په همدې هیله چې کرونا جدي وګڼو او ورته ماته ورکړو.

شریک کړئ