blog

له کرونا سره د مبارزې لپاره له ځانګړو شويو ۱۵۵.۴ ميليون ډالرو څخه ۳۶.۷ میلیونه ډالر لګول شوي

د عامې روغتیا چارواکي وايي، د حکومت او نړیوالو بنسټونو له لوري له کرونا سره په مبارزه کې دغه وزارت ته ۱۵۵.۴ میلیونه ډالر په واک کې ورکړل شوي، چې تر دې مهال یې۳۶.۷ میلیون ډالر لګولي دي.

د یاد وزارت مالي رییس سید حفیط الله سادات سه شنبه خبري غونډې ته وویل، د لګول شوې بودجه څخه د ۱۰.۷ میلیونو ډالرو په ارزښت دوه جوپې روغتیايي توکي له جرمني څخه اخیستل شوي، ۳.۴ میلیونه ډالر چې ۲۵۸ میلیونه افغانۍ کېږي، ولایتونو ته انتقال شوي، چې تر دې مهاله ۱۴۷ میلیونه افغانۍ لګول شوې، ۹۲ زره ډالر د مرکز پر اداري او نورو توکو باندې لګول شوي او ۶۸۲ زره ډالر د مرکز  روغتیايي تجهیزاتو باندې لګېدلې دي:

نړیوال بانک زموږ سره ۱۰۰.۴ میلیونه ډالر مرسته کړې، چې ۵۱ میلیونه ډالر يې بايد سږ کال ولګول شي، له دې ډلې مو ۲۳ میلیونه ډالر له یونسیف سره، ۲۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د کورنیو خصوصي موسسو سره د روغتیايي تجهیزاتو د چمتو کولو قراردادونه کړي دي.

سادات وايي، د اسیا پراختیا بانک ۴۰ میلیونه ډالرو څخه ۱۵ میلیونه د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره د روغتونونو جوړه ولو ته، ۱۸.۴ میلیونه یې د روغتونونو د تجهیزاتو اخیستلو، ۴ میلیونه نور د بېړنیو حالتو، ۱.۳ میلیونه د دې بهیر څار او ۸۰۰ زره ډالر اداري کارونو لپاره ځانګړې شوي دي.

په ياده غونډه کې د روغتیا وزارت مالي معین شفیق الله شهیم وویل، په ټول افغانستان کې اوس مهال ۳۲۵ د مصنوعي تنفس دستګاوې شته، چې هر ولایت ته د نفوس پر بنسټ ورکړل شوي چې راتلونکې میاشت کې دا شمېر ۹۰۰ ته پورته کېږي:

د ۳۷ مصنوعي تنفس مرسته شوي دستګاو له ډلې ۲۶  یې ۱۴ ولایتونو ته لېږدول شوي او  د ۱۱ نورو د لېږ بهیر روان ده. له جرمني سره د۵۱۰ مصنوعي تنفس دستګاو تړون شوی، ۷۵ دستګاوې به کورنۍ موسسۍ او ۱۴ نور به مرستندویه هېوادنو په راتلونکې میاشت کې د افغانستان په واک کې ورکړي.

شهیم وايي، له کرونا سره د مبارزې لپاره په ځانګړو شویو پیسو کې مالي فساد نه دی شوی او د فساد په تړاو را پورته شوي راپورونه بې بنسټه دي، چې تر ګټې به يې روغتیايي برخې ته زیان واوړي، په دې برخه به د خلکو باور کمزوری کړي، مرستندویه بنسټونه او هېوادونه به خپلې مرستې ودروي.

شریک کړئ